پاکستان له افغانستان سره د سرحدی اختلافاتو په اواری ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85609-پاکستان_له_افغانستان_سره_د_سرحدی_اختلافاتو_په_اواری_ټینګار_وکړ
د پاکستان پوځ د شورو په ورځ په یوه بیانیه کی ویلی وو د پاکستان په چترال سیمې د افغان د پوله ساتو عسکرو په ډزو کی یولس پاکستانی ښاریز ژوبل شوی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2019 02:27 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره د سرحدی اختلافاتو په اواری ټینګار وکړ

د پاکستان پوځ د شورو په ورځ په یوه بیانیه کی ویلی وو د پاکستان په چترال سیمې د افغان د پوله ساتو عسکرو په ډزو کی یولس پاکستانی ښاریز ژوبل شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان خارجه وزارت په یوه بیانیه کی د افغانستان او دغه هیوادترمینځ له سرحدی نښتې د اندیښنې په څرګندولو سره زیاته کړه اسلام اباد هڅه کوی د ډیورنډ کرښې سره اړونده مسایل د خبرو اترو له لارې اوار کړی .

د پاکستان پوځ د شورو په ورځ په یوه بیانیه کی ویلی وو د پاکستان په چترال سیمې د افغان د پوله ساتو عسکرو په ډزو کی یولس پاکستانی ښاریز ژوبل شوی دی .

د افغانستان دولت هم د پاکستان له خاورې د افغانستان په ختیځو سیمو د راکټی حملو د دوام خبر ورکړی دی .

پاکستان او افغانستان د ډیورنډ کرښط او سرحدی تاسیساتو د جوړولو پر سر له یوه بل سره اخلافات لری او یو بل له ترهه ګرۍ په ملاتړ هم تورنوی .