د هند له خوا د کشمیر په ویشلو د پاکستان اعتراض
پاکستان په دوو جلا برخو د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر د ویشلو په لړ کښې د دغه هیواد اقدام وغنده.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند محمد فیصل وویل: د هند له خوا په جمو او کشمیر کښې د وضعیت بدلول د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو او د هند او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیزو موافقو خلاف دي او په دې وجه اسلام آباد د هندوستان فیصله نه مني.
هغه زیاته کړه: جمو او کشمیر له پخوا راهیسې یوه لانجمنه سیمه ده چې په نړیواله کچه مطرح ده او د نوې ډیلي یواړخیزه فیصله به د دې لانجې اصلي ماهیت هیڅ کله بدل نه کړي. محمد فیصل هم داشان وویل: پاکستان له نړیوالو غواړي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر حالت د دغه هیواد له خوا د دیادې سیمې د خودمختارۍ د قانون د لغو کیدو له وخته وڅیړي او په یو ستر جیل باندې د کشمیر د بدلیدو او هلته د بشري حقوقو د دوامدارې خلاف ورزۍ له حقیقته پرده پورته کړي.
د هندوستان حکومت وړمه ورځ یعنې د اکتوبر په ۳۱ نیټه تر خپلې ولکې لاندې کشمیر د (جمو او کشمیر) او (لداخ) په دوو برخو وویشه. د دغې فیصلې له مخې دغه دواړه سیمې به ځانته بیل داسې واکمنان ولري چې د نوې ډیلي حکومت به یې ګماري او نیغ په نیغه به د هندوستان له خوا اداره کیږي.
دا فیصله د نوې ډیلي د هغې درې میاشتې مخکښنۍ فیصلې په دوام کښې شوې چې د کشمیر خودمختاري او ځانګړې امتیازات یې ختم کړل. د هندوستان موجوده حکومت په دې باور دی چې د کشمیر په لانجه کښې د دغه هیواد دودیز سیاست ګټه نه ده لرلې او د کشمیریانو د اعتراضونو د کمیدو او له مرکزي حکومت سره یې د ملګري کیدو سبب نه دی ګرځیدلی. په هم دې وجه د نریندر مودي حکومت په خپل ګمان، د کشمیر د چلولو په روده کښې په پراخو بدلونونو او د زور په کارولو سره غواړي په کشمیر کښې د نوې ډیلي پخواني ارمان ته د عمل جامه واغوندي.
یو ډیر مهم سیاست چې د هند حکومت یې په خپلو نویو فیصلو سره د اجرا لپاره ضروري لاره هواره کړه، کشمیر ته د هندوانو کوچول او د دغې سیمې په نفوسي جوړښت کښې بدلون راوستل دي.
د کشمیر د خودمختارۍ له ختمولو واخلې د هغه د ځانګړو امتیازاتو تر ختمولو او اوس یې په دوو برخو تر ویشلو پورې د هندوستان ټول اقدامات د ملګرو ملتو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک خلاف دي چې د کشمیر د خلکو له خوا د خپل برخلیک د حق په ټاکلو ټینګار لري. پر دې سربیره، لکه څنګه چې پاکستان هم وايي، د نوي ډیلي پریکړې د کشمیر په هکله د دوه اړخیزو موافقو هم خلاف دي. البته نه یوازې پاکستان بلکې د چین په شمول ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو هم د نوې ډیلي د پریکړو د پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی. په تیرو دریو میاشتو کښې ډیرو کارپوهانو او شناندو د کشمیر په هکله د هندوستان د شخړه ناکو فیصلو خلاف نظرونه څرګند کړې دي.
په تیرو کابو دریو میاشتو کښې په کشمیر کښې د هندوستان د حکومت ځپونکی کړچار، په دغې سیمې کښې د پوځي حکومت ټینګول او له بهر سره د کشمیر د ارتباطي کرښو غوڅول هغه څرګندې نښې نښانې دي چې ښودنه کوي له یواړخیزو پریکړو سره د کشمیر د عامه افکارو مخالفت له نوې ډیلي پټ نه دی. په داشان حالاتو کښې باید ووایو چې په کشمیر کښې پر خپل دغه یرغلیز سیاست باندې د نریندر مودي د حکومت ټینګار د نوې ډیلي لپاره ستونزې جوړولی شي. د هند له پریکړو سره د کشمیر د خلکو پر مخالفت سربیره د کشمیر په ویش باندې د چین او پاکستان اعتراض هم د هندوستان په وړاندې د یوې ستونزمنې لارې بیانونکی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی