پاکستان دافغانستان شارزډافیرز احضارکړ
د پاکستان خارجه وزارت په افغانستان کې د دغه هیواد له ډیپلوماټا نو سره د بدو چلندنو په اعتراض کې په اسلام آباد کې د افغانستان شارزدافیرز دځینو توضحاتو د ور کولو لپاره احضار کړ .
له اسلام آباده زموږ د خبریال د راپور پر اساس د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند محمد فیصل په کا بل کې د پاکستان دسفارت د کارکونکو د امنیت په اړه د اسلام آباد اندیښنې افغان ډیپلومات ته ابلاغ کړ .
هغه زیاته کړه په دوو تیرو ورځو کې په کابل کې د پاکستان دسفارت کارکونکي وځورول شول تر دې حده چې په لاره کې د هغوي دتلو مخې ته خنډونه رامینځته شوې چې په یو مورد کې په قصدي توګه یو موټر سایکل دپاکستاني ډیپلوماټانو ګاډې سره وجنګولو .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه وغوښتل چې په دې زمینې کې اسلام آباد ته د څیړنو په بشپړ ولو او درپوړټونو په ورکولو او همدارنګه دا چې دغه عملونه بیا تکرارنشي پاکستان ډاډه کړي
دافغانستان په ختیځ کې دکڼر ولایت د پولي په شاو خوا کې په ورستیو ورځو کي د دغو دوو هیوادنو تر مینځ تاوتریخوالي زیات شوي دي