پاکستان دافغانستان  شارزډافیرز احضارکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85681-پاکستان_دافغانستان_شارزډافیرز_احضارکړ
د پاکستان خارجه وزارت  په افغانستان کې د دغه هیواد له ډیپلوماټا نو سره د بدو چلندنو په اعتراض کې په اسلام آباد کې د افغانستان شارزدافیرز  دځینو توضحاتو  د ور کولو لپاره احضار کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2019 14:15 Asia/Kabul
  • پاکستان دافغانستان  شارزډافیرز احضارکړ

د پاکستان خارجه وزارت  په افغانستان کې د دغه هیواد له ډیپلوماټا نو سره د بدو چلندنو په اعتراض کې په اسلام آباد کې د افغانستان شارزدافیرز  دځینو توضحاتو  د ور کولو لپاره احضار کړ .

له اسلام آباده زموږ د خبریال  د راپور پر اساس د پاکستان  د بهرنیو چارو  ویاند محمد فیصل  په کا بل  کې د پاکستان  دسفارت د کارکونکو د امنیت په اړه د اسلام آباد اندیښنې  افغان ډیپلومات ته  ابلاغ کړ .

هغه زیاته کړه  په دوو تیرو ورځو کې په کابل کې د پاکستان  دسفارت  کارکونکي وځورول شول تر دې حده چې  په لاره کې د هغوي دتلو مخې ته  خنډونه  رامینځته شوې چې په یو مورد کې  په قصدي توګه  یو موټر سایکل دپاکستاني ډیپلوماټانو ګاډې سره  وجنګولو .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه وغوښتل  چې په دې زمینې کې  اسلام آباد ته  د څیړنو په بشپړ ولو او  درپوړټونو  په ورکولو او همدارنګه دا چې دغه  عملونه بیا تکرارنشي  پاکستان ډاډه کړي

دافغانستان  په ختیځ کې  دکڼر ولایت  د پولي   په شاو خوا کې په ورستیو ورځو کي  د دغو دوو هیوادنو تر مینځ تاوتریخوالي زیات شوي دي