د پاکستان د درستو ادارو ساتل د اساسی قانون په اساس دی
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد له تیرو څ و روځو راهسې د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د زرګونو اعتراض کونکو کوربه دی او ددغو اعتراض کونکو مشر مولانا فضل الرحمن په کرتو د عمران خان دحکومت تر شاد پوځ په پټو لاسونو نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ،چې پوځ دې په سیاسی ډګر کې ګوتې نه وهی او دوی ته دې اجازت ورکړی څو دعمران خان حکومت سره نیغ په نیغه ډغر ه ووهی ، خو دپاکستان پوځ هوډ کړی چې د هیواد د ننه او بهر به داړۍ ګړۍ درامینځة کولو هیچاته ا جازت ورنکړی .
زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرا ل قمر جاوید باجوه بیګا په پنډۍ کې د پوځ کورکمانډرانو په غونډې کې وئیلی دی ، د هیواد امن ا و او دقومی ادارو پیاوړتیا د پاکستان د پوځیانو د ډیرو قربانیانو پامته داره دی ، او د هیڅ یوه سپیرې موخې لپاره به دغه قربانیانې ضائع نه کړی .
دپاکستان دپوځ د ا طلاع رسونې ادارې آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس جنرال باجوه په دغې غونډې کې په ډاګه وئیلی دی ،باید د هیواد دننه او په پولو کې د هر ډول اړۍ ګړۍ دمخنیوی په خاطر پوځ تیارسی وی او ددرست هیواد دامنیت اوثبات د ګډوډولولپاره به هیچا ته اجازت ورنکړی .
په دغې ناستې کې د کشمیر د وروستیو حالاتو په باب هم غور اوبحث شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان پلازمینه اسلام اباد له تیرو څ و روځو راهسې د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د زرګونو اعتراض کونکو کوربه دی او ددغو اعتراض کونکو مشر مولانا فضل الرحمن په کرتو د عمران خان دحکومت تر شا د پوځ په پټو لاسونو نیوکې کړی او وئیلی ئې دی ، چې پوځ دې په سیاسی ډګر کې ګوتې نه وهی او دوی ته دې اجازت ورکړی څو دعمران خان حکومت سره نیغ په نیغه ډغر ه ووهی ، خو دپاکستان پوځ هوډ کړی چې د هیواد د ننه او بهر به داړۍ ګړۍ درامینځة کولو هیچاته ا جازت ورنکړی .