پاکستان او چین له خپلو سوداګري مبادلاتو امریکايي ډالر حذف کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85692-پاکستان_او_چین_له_خپلو_سوداګري_مبادلاتو_امریکايي_ډالر_حذف_کړ
د پاکستان یو جګ پوړي سینیټر د اسلام آباد او بیجنګ ترمینځ په سوداګري راکړو ورکړو کښې د امریکايي ډالر د نه استعمالیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2019 08:50 Asia/Kabul
  • پاکستان او چین له خپلو سوداګري مبادلاتو امریکايي ډالر حذف کړ

د پاکستان یو جګ پوړي سینیټر د اسلام آباد او بیجنګ ترمینځ په سوداګري راکړو ورکړو کښې د امریکايي ډالر د نه استعمالیدو خبر ورکړ.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې مشاهد حسین سید وویل: د اسلام آباد حکومت د سي، پيک په نامه د چین او پاکستان د ګډ اقتصادي کوریډور په مالي ټرانزکشنونو کښې له بیجنګ سره په خپلو سوداګري مبادلاتو کښې د امریکايي ډالر ځاې د چین (یوآن) ته له ورکولو سره موافقه وکړه.

د دغه پاکستاني چارواکي په وینا په یاده موافقه کښې به د دواړو هیوادونو ترمینځ نورو ټولو پروژو هم شاملې شي.

مشاهد حسین سید هم داشان زیاته کړه: د بیجنګ او اسلام آباد ترمینځ په دې طریقه د مالي ټرانزکشنونو د پیلولو لپاره ضروري اجازتنامې هم صادرې شوې دي.

د ویلو ده چې د بیجنګ حکمت د ګډ اقتصادي کوریډور په اجرا کولو سره په پاکستان کښې څه باندې ۴۶ میلیارډ ډالره پانګونه کړې ده.