د عمران خان دڅنګته کیدا لپاره دباونه کومه ګټه نلری
ده زیاته کړه له مظاهرچیانو د مسلم لیګ او پیپلزپارټۍ په شان د ګوندونو ملاتړ نه کول سبب شوی دی چی فضل الرحمان یوازې ډګر ته ورداخل او ډیر ژر ماته وخوری .
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د تحریک انصاف یوه مشر اوسینټرشبلی فراز وویل مولانا فضل الرحمان له لومړیو د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان پرضد په خپلو اعتراضونو کی یوازې وو خو دې ځل له مخکې هم یوازې شوې دې .
ده زیاته کړه له مظاهرچیانو د مسلم لیګ او پیپلزپارټۍ په شان د ګوندونو ملاتړ نه کول سبب شوی دی چی فضل الرحمان یوازې ډګر ته ورداخل او ډیر ژر ماته وخوری .
شبلی فراز جوته کړه فضل الرحمان له دې زیات خپل پلویان د اسلام اباد په واټونو کی نشی ساتلې او بهتره ده ژر تر ژره خپل اړتال ختم کړی .
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر هم د دغه هیواد د لومړی وزیر د استعفا لپاره دجمعیت علمای اسلام ګوند د مشر غوښتنه رد کړی وه
پرویز خټک د مولانا فضل الرحمان د غوښتنو په غیرقانوني بللو سره ټینګار وکړ چې د عمران خان حکومت د ولس په رایو غوره شوی یو قانوني حکومت دی او د خپل ټاکلي پړاؤ تر ختمیدو پورې به دوام ولري.
هغه هم داشان د حکومت مخالفو ګوندونو ته په خطاب کښې وویل چې فضل الرحمان په انتخاباتو کښې ماتې خوړلې ده او د هغه اقدامات د دښمنانو په ګټه دي.