پاکستان د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو ملاتړ نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i85808-پاکستان_د_ایران_خلاف_د_امریکې_د_بندیزونو_ملاتړ_نه_کوي
د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې له غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو ملاتړ نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2019 02:29 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو ملاتړ نه کوي

د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې له غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو ملاتړ نه کوي.

سید نوید قمر پرون د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې وویل چې پاکستان د اسلامي ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو د زرترزره ختمیدو غوښتونکی دی.

هغه هم داشان زیاته کړه: اسلام آباد به د ایران او عربستان ترمینځ د کشالې د کمولو او یو بل ته د سیمې د دغو دواړو هیوادونو د لازیات نزدې کولو لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي او هم داشان به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.

نوید قمر څرګنده کړه که د سیمې هیوادونه په تیره بیا د پاکستان ګاونډیان له کړکیچ سره مخامخ وي نو نه یوازې به د پاکستان په ګټه نه وي بلکې د اسلام آباد لپاره به د ځینو ستونزو د رامینځته کیدو سبب هم شي.