پيښور کښې یو پولیس افسر ووژل شو
Nov 15, 2019 07:31 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو په پيښور کښې د خپل یو جګ پوړي مسئول د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان پولیسو پرون وویل: نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا صوبې د مرکز پیښور ښار په څمکنیو سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې د لوړرتبه پولیس افسر غني خان په ګاډي ډزې وکړې.
خبر زیاتوي چې په دغو ډزو کښې غني خان مړ شوی او د هغه د ساتونکي او ډرائیور په شمول څلور تنه نور زخمي شوې دي.
د دې پيښې پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه