د ایران او پاکستان اړیکې باید لازیاتې پراخې شی
د ایران او پاکستان اړیکې باید لازیاتې پراخې شی
جنرال قمر جاوید باجوا هم په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران او پاکستان دوه ګاونډی او دوست هیوادونه دی،وئیلی هیڅ یو هیواد د ایران او پاکستان اړیکې تر اغیزولاندې نشی وروستولی.هغه روښانه کړې پاکستان به دتجارتی او اقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره له درستو ظرفیّتونو او بیلابیلو رودو استفاده وکړی او چمتو دی،له ایران سره خپل اوسنۍ ملګرتیاوې نوره هم پراخې کړی
دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا سره په کتنې کې وئیلی دی همدااوس دایران له خوا د سولې دپایپ لاین غزیدا دپاکستان تر پولې پورې بشبړ شوی او اسلامی ایران په بیلابیلو زمینو کې د ملګرتیا لپاره بشپړ تیار دی .
داسلامی ایران ولسمشر د سیمې مهمو بدلونونو او مسئلو ته په اشارې سره روښانه کړې ، ایران باوری دی،ددرستو هیوادونو سیمه ایزې اړیکې او مسئلې باید د سولې ،آرامښت او ثبات د ټینګیدو لپاره وی هغه وئیلی اسلامی ایران او پاکستان له ډیرو فرصتونو او ظرفیّتونوڅخه د ګډو ملګرتیاؤ او اړیکو د پیاوړی کولو اوژورولو لپاره د دواړو هیوادونو او سیمې د اوږدمهاله ګټو لپاره ګډ فعالیتونه درلودلی شی .
جنرال قمر جاوید باجوا هم په دغې کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران او پاکستان د وه ګاونډی او دوست هیوادونه دی ، وئیلی هیڅ یو هیواد د ایران او پاکستان اړیکې تر اغیزولاندې نشی وروستولی .هغه روښانه کړې پاکستان به دتجارتی او اقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره له درستو ظرفیّتونو او بیلابیلو رودو استفاده وکړی او چمتو دی،له ایران سره خپل اوسنۍ ملګرتیاوې نوره هم پراخې کړی