ایران ته د پاکستان د پوځ دمشر سفر ډیر انعکاس لرلی
زمونږ خبریال وایی ایران ته د پاکستان د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا سفر د دغه هیواد په ورځپاڼو او الیکټرونیکی رسنیو کښې پراخ انعکاس درلود .
د پاکستان د حکومتی راډیو اینټرنیټ پاڼې پرون د اسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره د خپل هیواد د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا کتنې ته په اشارې سره وویل دا ډول کتنې به د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا په ترڅ کښې د سیمې لپاره ډیرې ښې پایلې ولری .
د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ ایران ته د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا سفر ته انعکاس ورکړی او لیکلی یې دی د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځی او د استخباراتی ملګرتیاو زیاتیدل هغه مهمې پایلې دی چې ایران ته د باجوا له سفر څخه ترلاسه شوې .
ای ار وایی ټیلی ویژن هم راپور ورکړ د ایران او پاکستان پوځی چارواکو یوبل ته لاسونه ورکړی دی او اجازه نه ورکوی چې ورانونکی عوامل د دواړو هیوادونو ترمینځ په ګډ سرحد او سیمه کښې امنیت ګډوډ کړی .