زرګونه پاکستانیان په میعادي تبې پریوتې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86058-زرګونه_پاکستانیان_په_میعادي_تبې_پریوتې_دي
د پاکستان څه باندې یوولس زره کسان چې زیاتره په کښې ماشومان دي، په میعادي تبې Typhoid اخته شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2019 04:15 Asia/Kabul
  • زرګونه پاکستانیان په میعادي تبې پریوتې دي

د پاکستان څه باندې یوولس زره کسان چې زیاتره په کښې ماشومان دي، په میعادي تبې Typhoid اخته شوې دي.

د خپرو شویو رپورټونو له مخې دغه کسان له ۲۰۱۶ کال راهیسې په میادي تبې ککړ شوې دي او ښايي دا ناروغي د پاکستان په خلکو کښې لا پراخه او خوره شي.

د دغې ناروغۍ له امله د مړو شمیر هم تراوسه سلګونو تنو ته رسیدلی دی چې زیاتره یې د سند صوبې خلک دي.

پاکستاني چارواکو د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د نومبر له پنځلسمې څخه د بهرنیو هیوادونو په مرستې سره په ټول هیواد کښې د Typhoid د مخنیوي ویکسینیشن پیل کړی دی.

چارواکي وايي په تیرو څلورو ورځو کښې په کراچۍ او حیدر آباد کښې ۳۴ لکه (درې میلیونه او څلور سوه زره) ماشومانو ته د دغې ناروغۍ ویکسین ورکړی شوی دی.

پاکستان له مخکښې نه هم د پولیو او ډینګي تبې په شان سختو ناروغیو سره لاس او ګریوان دی.