د پاکستان سترې محکمې د جنرال باجوا دنده شپږ میاشتې تمدید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86188-د_پاکستان_سترې_محکمې_د_جنرال_باجوا_دنده_شپږ_میاشتې_تمدید_کړه
مخکې د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضی همداراز د دغه هیواد دلوی څارنوال انور منصور څخه هم غوښتی دی ، څو د جنرال قمر جاوید باجوه دماموریت د دوام لپاره دې د ولسمشر تائید وړاندې کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2019 12:42 Asia/Kabul
  •     د پاکستان سترې محکمې د جنرال باجوا دنده شپږ میاشتې تمدید کړه

مخکې د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضی همداراز د دغه هیواد دلوی څارنوال انور منصور څخه هم غوښتی دی ، څو د جنرال قمر جاوید باجوه دماموریت د دوام لپاره دې د ولسمشر تائید وړاندې کړی .

د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم  دپاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ   نن  په یوې فیصلې کې وئیلی دی چی مونږه نن لنډه فیصله وړاندی کوو او تفصیلی فیصله به وروسته وړاندی شی .

 مخکې  د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضی  همداراز د دغه هیواد دلوی څارنوال انور منصور څخه هم غوښتی دی ، څو   د جنرال قمر جاوید باجوه  دماموریت د دوام لپاره دې  د ولسمشر تائید وړاندې کړی .

 د پاکستان لوی څارنوال هم  د سپریم کورټ دمشر قاضی د اعتراض په ځواب کې  ووئیل د پوځ دمشر قوماندان د ماموریت  دتمدیدا په باب به  حکومتی کابینه  فیصله وکړی .  وروستی راپورونه ښئ د عمران خان په مشرۍ د پاکستان دمرکزی حکومت کابینې د جنرال قمر جاوید باجوا د ماموریت د تمدیدو د فیصلې  ملاتړ کړی او وئیلی ئې دی په دې اړه  له پوځ سره مټ په مټ ولاړ دی او دغه فیصله د دوی متفقه فیصله ده .

ټاکل شوې وه  د پاکستان د پوځ  قوماندان جنرال باجوه دنومبر په  ۲۹نیټه ریټایرډ شی ، خو عمران خان تر درو کلونو پورې  دهغه  دماموریت نیټه تمدید کړې ده .