د پښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوال غازی سیال وفات شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86194-د_پښتو_ژبې_مشهور_شاعر_او_لیکوال_غازی_سیال_وفات_شو
د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې اړه د خدای بخښلی کورنۍ ا و دپښتو ادب درستو مینه والو ته تسلیّت وائی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2019 01:46 Asia/Kabul
  • د پښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوال  غازی سیال وفات شو

د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې اړه د خدای بخښلی کورنۍ ا و دپښتو ادب درستو مینه والو ته تسلیّت وائی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاغر غازی سیال له  اوږدې ناروغۍ وروسته پرون  په ۸۶ کلنۍ کې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د مرکز پېښور په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد سیال کابو تر پنځوس کلونو پورې  د پښتو ژبې او ادب خدمت وکړ او په خپل ادبی ژوند کې یې  پښتو ژبې  اوکلتور ته ګڼ شمېر ګټور اثار  وړاندې کړی دی .

سیال د ۱۹۳۳ میلادی کال د اپرېل په ۵مه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې  د بنو سیمې په کوټکه اخوندان منډان کلی کې زیږېدلی ؤ . د ناول، لنډو کیسو او شعری او نعتیه ټولګو پشمول د خدای بخښلی کابو ۱۵ اثار چاپ شوی دی.

  د پښتو ژبې ډیری لیکوالان ،ادیبان  او شاعرانو  د غازی سیال مړینه د پښتو ادب لپاره ستره تاوان بللی او دهغه د  مغفرت  دعای ئې کړې ده .دوی وائی :د غره لمنه کې شپونکیه شپېلۍ غږوه : نومې مشهور شعر لیکونکی خدای بخښلی غازی سیال اوس په مونږ کې نشته، خو دده خیالات به زمونږ لارښوونه کوی. غازی سیال د هېرېدو سړی نه دی، د هغه یاد به تلپاتی وی. ده د پښتو ادب او ژبې لپاره ئې په شعر او په نثر کې ډېر کار کړی دی چې نوم به یې په زرینو ټکیو ثبتېږی."

د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې اړه د خدای بخښلی کورنۍ ا و دپښتو ادب درستو مینه والو ته تسلیّت وائی .