د پښتو ژبې مشهور شاعر او لیکوال غازی سیال وفات شو
د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې اړه د خدای بخښلی کورنۍ ا و دپښتو ادب درستو مینه والو ته تسلیّت وائی .
زمونږخبریال راپور راکړ د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاغر غازی سیال له اوږدې ناروغۍ وروسته پرون په ۸۶ کلنۍ کې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د مرکز پېښور په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد سیال کابو تر پنځوس کلونو پورې د پښتو ژبې او ادب خدمت وکړ او په خپل ادبی ژوند کې یې پښتو ژبې اوکلتور ته ګڼ شمېر ګټور اثار وړاندې کړی دی .
سیال د ۱۹۳۳ میلادی کال د اپرېل په ۵مه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د بنو سیمې په کوټکه اخوندان منډان کلی کې زیږېدلی ؤ . د ناول، لنډو کیسو او شعری او نعتیه ټولګو پشمول د خدای بخښلی کابو ۱۵ اثار چاپ شوی دی.
د پښتو ژبې ډیری لیکوالان ،ادیبان او شاعرانو د غازی سیال مړینه د پښتو ادب لپاره ستره تاوان بللی او دهغه د مغفرت دعای ئې کړې ده .دوی وائی :د غره لمنه کې شپونکیه شپېلۍ غږوه : نومې مشهور شعر لیکونکی خدای بخښلی غازی سیال اوس په مونږ کې نشته، خو دده خیالات به زمونږ لارښوونه کوی. غازی سیال د هېرېدو سړی نه دی، د هغه یاد به تلپاتی وی. ده د پښتو ادب او ژبې لپاره ئې په شعر او په نثر کې ډېر کار کړی دی چې نوم به یې په زرینو ټکیو ثبتېږی."
د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې اړه د خدای بخښلی کورنۍ ا و دپښتو ادب درستو مینه والو ته تسلیّت وائی .