د افغان جګړې ښکېل لوري دې خبرو ته نرمښت وښيي
Dec 01, 2019 02:41 Asia/Kabul
پاکستان په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ کې همکارۍ ته تیار دی.
پاکستان وایي په افغانستان او سیمه کې د سولې په تامین کې همکاري کوي. دده په خبره دغه تازه پرمختګونه د ټولې سیمې له ثبات او سولې سره مرسته کولی شي. نوموړي ویلي افغان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده او د جګړې ښکېلو لارو ته په کار ده چې د خبرو لپاره نرمښت وښيي. قریشي زیاته کړې چې پاکستان په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ کې همکارۍ ته تیار دی.
په دې وروستیو کې طالبانو او امریکا یو ځل بیا د سولې خبرې پیل کړی دی . د امریکا ولسمشر له طالبانو سره هغه وخت د سولې خبرې وځنډولې چی ویل کیده دواړه لوری یوې موافقې ته نږدې شوی دی .
ټیګونه