پاکستان د جاپان او هند په ګډې بیانیې غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86301-پاکستان_د_جاپان_او_هند_په_ګډې_بیانیې_غبرګون_وښود
د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کی وویل اسلام اباد د جاپان اوهند په ګډه بیانیه کې ځان پرضد دریځونه ردوی او ژوره اندیښنه او اعتراض یې د ټوکیو حکومت ته وړاندې کړې دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 11:33 Asia/Kabul
  • پاکستان د جاپان او هند په ګډې بیانیې غبرګون وښود

د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کی وویل اسلام اباد د جاپان اوهند په ګډه بیانیه کې ځان پرضد دریځونه ردوی او ژوره اندیښنه او اعتراض یې د ټوکیو حکومت ته وړاندې کړې دې .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزارت د جاپان او هند په ګډې بیانیې په  غبرګون کې په دغه بیانیه کې پاکستانی ضد دریځونه رد او نوې ډیلې یې د ایف ، اې ، ټی ، ایف د بهیر په سیاسی کولو تورن کړ .

د نومبر په ۳۰  د نوی ډیلی په کوربتوب د جاپان او هند خارجه او دفاع وزیرانو په سویه  دوه اړخیزې خبرې اترې وشوې چی په یوه برخه کې ټوکیو د پاکستان او هند ترمینځ د خبرو اترو له لارې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مسلې په اواری ټینګار وکړ .

د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کی وویل اسلام اباد د جاپان اوهند په ګډه بیانیه کې ځان پرضد دریځونه ردوی او ژوره اندیښنه  او اعتراض یې د ټوکیو حکومت ته وړاندې کړې دې .

په دغه بیاینه کی راغلی دی ، له پاکستان سره د هند دښمنی او د هند لخوا د سرحدی ترهه ګرۍ اقدامات د نړۍ لپاره روښانه دی چی هدف یې د کشمیر له حالاتو د نړۍ د عمومی افکارو د پام اړول دی .