پاکستان د جاپان او هند په ګډې بیانیې غبرګون وښود
د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کی وویل اسلام اباد د جاپان اوهند په ګډه بیانیه کې ځان پرضد دریځونه ردوی او ژوره اندیښنه او اعتراض یې د ټوکیو حکومت ته وړاندې کړې دې .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزارت د جاپان او هند په ګډې بیانیې په غبرګون کې په دغه بیانیه کې پاکستانی ضد دریځونه رد او نوې ډیلې یې د ایف ، اې ، ټی ، ایف د بهیر په سیاسی کولو تورن کړ .
د نومبر په ۳۰ د نوی ډیلی په کوربتوب د جاپان او هند خارجه او دفاع وزیرانو په سویه دوه اړخیزې خبرې اترې وشوې چی په یوه برخه کې ټوکیو د پاکستان او هند ترمینځ د خبرو اترو له لارې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مسلې په اواری ټینګار وکړ .
د پاکستان خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کی وویل اسلام اباد د جاپان اوهند په ګډه بیانیه کې ځان پرضد دریځونه ردوی او ژوره اندیښنه او اعتراض یې د ټوکیو حکومت ته وړاندې کړې دې .
په دغه بیاینه کی راغلی دی ، له پاکستان سره د هند دښمنی او د هند لخوا د سرحدی ترهه ګرۍ اقدامات د نړۍ لپاره روښانه دی چی هدف یې د کشمیر له حالاتو د نړۍ د عمومی افکارو د پام اړول دی .