ایراني او پاکستاني چارواکو ګډ پوله ایز امنیت و څیړل
زموږ د خبریال د راپور پر اساس د ایران او پاکستان د ګډ پوله ایز کمیټه شپږمه ناسته د پاکستان په سرحدي سیمه تفتان کې پرون د ایران او پاکستان د ځینیو چارواکو په شتون سره تر سره شوه .
دواړو خواو په دغه ناسته کې د پوله ایزو مسایلو منجمله پوله ایز امنیت ،په ګډه پوله کې دیوال یا ازغن تا ر کښل ، د ایرانیو برمته شویو پوله ساتونکو د ازادۍ پر مسایلو باندي غور وشو .
په دغه ناسته کې د ایران د ۱۲ کسیزیو پلاويو د سیستان او بلوچستان د ولایت د امنیتي پولیسو د عمومي مدیر محمد رضا جهان تیغ په مشرۍ د ایرني برمته شویو پوله ساتونکوپه اړه د ورستیو حالاتو په اړهخبرې وشوې .
د پاکستان د بلوچستان صوبې دکورنیو او قبایلي سیمو د ادارې مرستیال چې د پاکستاني پلاوي مسولیت يي په غاړه درلود وویل :
چې پاکستان کولای شي د ایراني خواو په ملګرتیا سره د دریو برمته شویو ایراني پوله ساتونکو په اړه ژړترژړه ښې نتیجې تر لاسه کړي.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبرکې د ایران په جنوب ختیځ کې د په سرحدي سیمې میر جاوې کې ۱۲ ایراني پوله ساتونکي د اسلامي انقلاب ضد او ترهګرو ډلګیوپه وسیله وتښتول او پاکستان ته منتقل شول چه تر اوسه پوري له هغوی څخه ۹ تنه ایران ته ستانه شوي دي .