ایراني او پاکستاني چارواکو ګډ پوله ایز امنیت و څیړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86345-ایراني_او_پاکستاني_چارواکو_ګډ_پوله_ایز_امنیت_و_څیړل
زموږ د خبریال د راپور پر اساس د ایران او پاکستان  د ګډ پوله ایز کمیټه شپږمه ناسته د پاکستان په سرحدي سیمه تفتان کې پرون د ایران او پاکستان د  ځینیو چارواکو  په شتون سره تر سره شوه .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 05, 2019 11:20 Asia/Kabul
  • ایراني او پاکستاني چارواکو ګډ پوله ایز امنیت و څیړل

زموږ د خبریال د راپور پر اساس د ایران او پاکستان  د ګډ پوله ایز کمیټه شپږمه ناسته د پاکستان په سرحدي سیمه تفتان کې پرون د ایران او پاکستان د  ځینیو چارواکو  په شتون سره تر سره شوه .

دواړو خواو په  دغه ناسته کې د پوله ایزو مسایلو  منجمله  پوله ایز امنیت ،په ګډه پوله کې دیوال یا ازغن تا ر کښل ، د ایرانیو برمته شویو پوله ساتونکو د ازادۍ پر مسایلو باندي غور وشو .

په دغه ناسته کې  د ایران  د ۱۲ کسیزیو پلاويو د سیستان او بلوچستان د ولایت د امنیتي پولیسو د عمومي مدیر محمد رضا جهان تیغ  په مشرۍ د ایرني  برمته شویو پوله ساتونکوپه اړه  د ورستیو حالاتو په اړهخبرې وشوې  .

د پاکستان د بلوچستان صوبې دکورنیو او قبایلي سیمو د ادارې مرستیال چې د پاکستاني پلاوي مسولیت  يي په غاړه درلود وویل :

چې پاکستان کولای شي د ایراني خواو په ملګرتیا سره د دریو برمته شویو ایراني پوله ساتونکو په اړه ژړترژړه ښې نتیجې تر لاسه کړي.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په  اکټوبرکې د ایران په جنوب ختیځ کې د   په سرحدي سیمې میر جاوې   کې ۱۲ ایراني پوله ساتونکي        د  اسلامي انقلاب ضد او ترهګرو ډلګیوپه وسیله وتښتول او پاکستان ته منتقل شول چه تر اوسه  پوري له هغوی څخه ۹ تنه  ایران ته ستانه شوي دي .