د پاکستان پارلیمان د اسلامي مقدساتو سپکاوی وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86347-د_پاکستان_پارلیمان_د_اسلامي_مقدساتو_سپکاوی_وغنده
د پاکستان قومي اسمبلۍ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د اسلامي مقدساتو سپکاوی وغنده
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 05, 2019 11:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان پارلیمان د اسلامي مقدساتو سپکاوی وغنده

د پاکستان قومي اسمبلۍ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره د اسلامي مقدساتو سپکاوی وغنده

زموږ د خبریال د رپورټ له مخې د پاکستان د پارلما ني چارو وزیر محمد علي خان د پنجشنبه په ورځ د دغه پریکړه لیک په لوستلو سره وویل: د مسلمانانو د مقدساتوسپکاوی د ترهګرو اقداماتو په څیر د فتنې سبب کیږي او دغه موضوعات  د نړۍ د مسلمانانو احساسات ژوبل کړي دي.

په دغه پرکړه لیک کې راغلی دی چې دا ډول اقدامات  به د افراطپالنې او تاوترخوالۍ د زیاتیدا لامل شي .په همدې وجه نړیواله ټولنه باید د سولې او امنیت پر ضد د دغه ستر ګواښ د درولو لپاره اغزمنې لارې چارې ولټوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تیره اونۍ  په اسلام آباد کې د ناروې سفیر په ورغښتلو سره په دې ورستیو کې په  ناروې کې د یوغیر اسلامي سازمان  په وسیله  دمسلمانانو د آسماني کتاب قرآن مجید سپکاوی غندلې و.

په ناروې کې د اسلام پر ضد سیان ډله  په دا ورستیو کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص اونورو اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په ترڅ کې قرآن مجید وسوځوه چې دغه غلط اوکفري کړچار په ټوله نړۍ کې دمسلمانانو له سختو اعتراضونو سره مخامخ شو.