پاکستان له اسلامی ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره هڅه کوی
د پاکستان خارجه وزیر همداراز جوته کړه د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د حکومت د کار په پیلولو سره له ایران ، چین ، روسیې ، د مرکزی اسیا او لویدیځې اسیا له هیوادونو سره د اسلام اباد اړیکی پراخې شوی دی .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی له اسلامی ایران سره د اسلام اباد د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا لپاره د نویو لارو د پرانستلو خبر ورکړ .
ده زیاته کړه له ایران سره د پاکستان اړیکی پیاوړی شوی دی او له ایران سره د ملګرتیا لپاره نوی لارې پرانستل شوی دی .
د پاکستان خارجه وزیر همداراز جوته کړه د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د حکومت د کار په پیلولو سره له ایران ، چین ، روسیې ، د مرکزی اسیا او لویدیځې اسیا له هیوادونو سره د اسلام اباد اړیکی پراخې شوی دی .
ده ټینګار وکړ له اسلامی ایران سره د اړیکو پیاوړتیا د اسلام اباد د بهرنی سیاست مهمه بریا بلل کیږی .