له برجام ايتمي موافقې څخه د پاکستان د ملاتړ دوام
له برجام ايتمي موافقې څخه د پاکستان د ملاتړ دوام
د پاکستان د خارجه وزارت بې وسلې کولو او کنټرولولو عمومي مدير د ايران له برجام ايټمي موافقې څخه په ملاتړ سره وويل،دغه ايټمي موافقه نه يوازې د هغې د يو غړي لخوا ده بلکه پکار دي د ټولو غړيو لخوا يې ساتنه او عمل پرې اوشي.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد کامران اختر نن په اسلام آباد کښې په يوه ناسته کښې د برجام ايټمي موافقې او د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا له ايټمي ټېکنالوجۍ د صلح ايز استعمال په اړه وويل: برجام ايټمي موافقه د پاکستان له نظره د خبر اترو او صلح ايزې لارې څخه د پېچلو مسلو د هواري لپاره يوه ښه موافقه او مناسبه نمونه ده.
د پاکستان د خارجه وزارت د بې وسلې کولو او کنټرولولو عمومي مدير په دې باندې په تاکيد سره چې اسلام آباد له ټولو لورو لخوا د برجام په ژمنو د عمل کولو غوښتونکي دي،هيله څرګنده کړه چې هغوي ترخپل مېځو اختلافاتو د هواري لپاره دوستانه حل لاره پېدا کړي.
جرمني، برطانيې او فرانسېد ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه له برجامه د امريکې له غېر قانوني او يواړخيزې وتنې وروسته وعده وکړه چې د ايران د اقتصادي ګټو د ضمانت ورکولو سره د دغې موافقې ساتنه وکړي خو په دې لړ کښې څه موثره عملي اقدام ونه کړ.