په خېبر پښتونخوا کښې دوه ترهه ګر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86380-په_خېبر_پښتونخوا_کښې_دوه_ترهه_ګر_هلاک_شول
د پاکستان امنيتي ځواکونو په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د ترهه ګرو په خلاف يو لړ عملياتو کښې دوه ترهه ګر هلاک کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2019 11:42 Asia/Kabul
  • په خېبر پښتونخوا کښې دوه ترهه ګر هلاک شول

د پاکستان امنيتي ځواکونو په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د ترهه ګرو په خلاف يو لړ عملياتو کښې دوه ترهه ګر هلاک کړل.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان پوليسو نن په يوې بيانيه کښې وويل، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په ډېره اسماعيل خان سيمه کښې د ترهه ګرو په خلاف په خپلو يو لړ عملياتو کښې دوه ترهه ګر په هلاکت اورسول.

د دغه رپوټ له مخې دغه دوه تنه چې ابوبکر او جيلاني نومېدل د پاکستان د طالب ډلې غړي وو.

د پاکستان پوليسو وويل چې دغو دواړو ترهه ګرو د عامه خلقو په وژله او ترهه ګريزو حملو رول لرۀ.

د پاکستان خېبر پښتونخوا صوبه د دغه هېواد يوه ډېره ناامنه صوبه ده چې د طالبانو، جماعت الاحرار، سپاه صحابه او لشکر جهنګوي په شمول يو شمېر ترهه ګرې ډلې پکښې فعالې دي.