د ایران اوپاکستان د سمندری ځواک قوماندانانو د ملګرتیاو په پراختیا ټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86461-د_ایران_اوپاکستان_د_سمندری_ځواک_قوماندانانو_د_ملګرتیاو_په_پراختیا_ټینګاروکړ
ده همداراز د سمندر موضوع د ایران او پاکستان لپاره ډیره مهمه وبلله او زیاته یې کړه ایران همدااوس د پاکستان بندرونو ته د بیړۍ ورلیږلو ته چمتو دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2019 12:03 Asia/Kabul
  • د ایران اوپاکستان د سمندری ځواک قوماندانانو د ملګرتیاو په پراختیا ټینګاروکړ

ده همداراز د سمندر موضوع د ایران او پاکستان لپاره ډیره مهمه وبلله او زیاته یې کړه ایران همدااوس د پاکستان بندرونو ته د بیړۍ ورلیږلو ته چمتو دې

د ایران د پوځ د سمندری ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزادی چی پاکستان ته یې سفر کړی دی ، له خپل پاکستانی همڅنګ ظفرمحمود عباسی سره په کتنه کې پر دې په ټینګار سره چی ډیر بهرنی حکومتونه هڅه کوی د سیمې ظرفیتونه فعال نشی ، وویل دښمنان د سیمې د هیوادونو ترمینځ د درز په رامینځته کولو پسې دی چی له دغو دسیسو سره مقابله د ګاونډیو هیوادونو ځیرتیا ته اړتیا لری .

ده همداراز د سمندر موضوع د ایران او پاکستان لپاره ډیره مهمه وبلله او زیاته یې کړه ایران همدااوس د پاکستان بندرونو ته د بیړۍ ورلیږلو ته چمتو دې .

ظفرمحمود عباسی هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران او پاکستاتن ډیر مشترکات لری وویل دواړه هیوادونه د په سمندری لارو کې مشترکات لری چی د سیمې د مسلمانانو د عایدو له سویې سره مرسته کولې شی . ده همداراز وویل  دایران او پاکستان سمندری ځواکونه په سمندر کې یوه بل ته لاس ورکولې شی . عباسی زیاته کړه د ایران او پاکستان د سمندر ځواک د اړیکو سویه کافی نده او دواړه هیوادونه باید په دغه سیمه کی خپل رول زیات کړی .