خلیلزاد د پاکستان له خارجه وزیر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86541-خلیلزاد_د_پاکستان_له_خارجه_وزیر_سره_وکتل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مسئلې د پوځې حل لارې د نشتوالي په هکله د خپل هیواد په دریځ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2019 12:42 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مسئلې د پوځې حل لارې د نشتوالي په هکله د خپل هیواد په دریځ ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له خې شاه محمود قریشي چې په اسلام آباد کښې یې د افغانستان لپاره د امریکې له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سره خبرې کولې، وویل: پاکستان هیله مند دی چې د مذاکراتو بیا پیلول به مثبتې پایلې ولري.

هغه څرګنده کړه چې په افغانستان کښې صلحه او ثبات د سیمې د صلحې او امنیت لپاره ضروري دی.

په دغه کتنه کښې خلیلزاد هم د پاکستان خارجه وزیر له طالبانو سره د خپلو شویو خبرواترو له بهیره خبر کړ.