په ایران کښې د پاکستان نوی سفیر وټاکل شو
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د باندنیو چارو وزارت رحیم حیات قریشی په ایران اسلامی جمهوریت کښې د خپل سفیر په توګه وټاکه .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د ایران په شمول د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې د خپل هیواد د یویشتو (۲۱) نویوسفیرانو او کنسولرانو (consulars)نومونه اعلان کړل .
رحیم حیات قریشی چې همدا اوس په جنوبی کوریا کښې د پاکستان سفیر دی په ایران کښې د پاکستان د پخوانۍ سفیرې میرمن رفعت مسعود د ځاې ناستی په توګه تهران ته راځی .
قریشی په خپل اخری ډیپلوماټیک فعالیت کښې له ۱۳۹۶ هجری لمریز کال څخه تراوسه په جنوبی کوریا کښې د پاکستان دسفیر په توګه دنده ترسره کړی ده .
رحیم حیات قریشی په ملګروملتونو کښې د پاکستان په دایمی نمایندګۍ کښې د اسلام اباد د لوړرتبه ډیپلوماټ ، په اسلامی ملګرتیا موسسې او دغه راز په فرانسې ، ایټالیا او نوی ډیلی کښې هم ډیپلوماټیک فعالیتونه ترسره کړی دی .