د مشرف پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i86665-د_مشرف_پلویانو_د_پاکستان_په_مختلفو_ښارونو_کښې_مظاهرې_وکړې
د پاکستان د ځانګړې محکمې له خوا د دغه هیواد د پخواني ولسمشر د پانسۍ د حکم له اعلانیدو یوه ورځ وروسته د هغه پلویان په دغه حکم باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2019 02:17 Asia/Kabul
  • د مشرف پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې مظاهرې وکړې

د پاکستان د ځانګړې محکمې له خوا د دغه هیواد د پخواني ولسمشر د پانسۍ د حکم له اعلانیدو یوه ورځ وروسته د هغه پلویان په دغه حکم باندې په اعتراض کښې سړکونو ته راووتل.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د پنجاب او سند صوبو په مختلفو ښارونو کښې پرون د مدني ټولنې، محصلینو او د متقاعد جنرال پرویز مشرف د پلاویانو له خوا لاریونونه او مظاهرې وشوې.

د مشرف ملاتړي په لاهور، کراچۍ، مظفر او حیدر آباد ښارونو کښې هم د مشرف خلاف د خیانت د دوسیې په تړاؤ د پاکستان د ځانګړې محکمې په فاینل حکم باندې اعتراض کښې راغونډ شول او د دغه هیواد له پوځه د ملاتړ اعلانولو په ترڅ کښې یې له مشرف سره خپل پیوستون څرګند کړ او د راولپنډۍ او سبي په شمول ځینو نورو ښارونو کښې هم د آل پاکستان مسلم لیګ په نوم د مشرف د ګوند غړو اعتراضي لاریون وکړ.

له بلې خوا د پنجاب او لیّه پوهنتونونو محصلینو د پاکستان د پخواني ولسمشر په ملاتړ کښې تجمع وکړه.