ایران او پاکستان خپلې امنیتي ملګرتیاوې پراخوي
کراچۍ ته د ایران د سرحدي پولیسو د قومندان په رسمي سفر کښې د سمندري امنیت په لړ کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډې ملګرتیا د پراختیا موافقه لاسلیک شوه.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د کراچۍ بندري ښار ته د جنرال قاسم رضايي سفر په سمندر کښې د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ د پراختیا، د سمندري امنیت د ساتنې لپاره د ګډو لاروچارو او د ترهګرو فعالیتونو او سمندري غلاؤ په شان چیلنجونو سره د مقابلې د پیاوړتیا په موخه شوی دی.
د دواړو هیوادونو ترمینځ د سمندري امنیت په برخه کښې د ګډو ملګرتیاؤ د پراختیا یوه موافقه هم لاسلیک شوه.
جنرال قاسم رضايي پرون په کراچۍ کښې هم داشان د سند صوبې له وزیراعلی سید مراد علي شاه، د دغه هیواد د ساحلي ګارډ له جګ پوړو چارواکو او د سمندري ځواک له ځینو مسئولانو سره هم ملاقاتونه وکړل.