د ایران روغتیايي نظام په اسلامي نړۍ کښې مخکښ دی
د بې وزلۍ د ختمولو او ټولنیزې سوکالتیا په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړې مرستیالې د ایران د روغتیا نظام په اسلامي نړۍ کښې مخکښ او پرمختللی وباله.
میرمن ثانیه نِشتر پرون د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا او درملنې شبکه د اسلامي نړۍ د هیوادونو ترمینځ په اول نمبر ده او نن سبا د روغتیا په برخه کښې د ایران پرمختګ له پرمختللو هیوادونو کم نه دی.
هغې چې د پاکستان د طبي برخې او هم داشان د روغتیا د نړیوال سازمان یوه مشهوره څیره ده، د ښځو د توان موندلو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اغیزناکو سیاستونو قدرونه وکړه او د روغتیا او طب په برخه کښې د ایرانیانو له تجربو او توانمنیو د ګټه پورته کونې غوښتونکې شوه.
د پاکستان د وزیراعظم دغې ځانګړې مرستیالې په پاې کښې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان ملګری او ګاونډي هیواد دی او دواړو هیوادونو د تاریخ په اوږدو کښې تل نزدې اړیکې لرلې دي.