د سردار سلیماني وژله یو انسانیت ضده اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87169
د پاکستان د صوبو او سرچدي سیمو د چارو وزیر په عراق کښې د امریکې له خوا د سردار قاسم سلیماني وژل د بشریت خلاف کار وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 10, 2020 05:47 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني وژله یو انسانیت ضده اقدام دی

د پاکستان د صوبو او سرچدي سیمو د چارو وزیر په عراق کښې د امریکې له خوا د سردار قاسم سلیماني وژل د بشریت خلاف کار وباله.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې شهریار خان آفریدي پرون په اسلام آباد کښې د ایران سفارت ته په ورتګ سره د ډګر جنرال سردار سلیماني او د هغه د شهیدو ملګرو یاد ولمانځه.

هغه د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني مقام ته په احترام سره وویل: اسلام آباد باودری دی چې د امریکې په لاس د سردار سلیماني شهادت د ټول بشریت خلاف یو اقدام دی.

د پاکستان د صوبو او سرحدي سیمو د چارو وزیر د شهید سلیماني د درنښت د مراسمو ترڅنګ په پاکستان کښې د اسلامي ایران له سفیر سره په ملاقات کښې وویل چې سردار سلیماني د خپل هیواد د دفاع په لاره کښې شهید شوی دی.

هغه زیاته کړه: د ډګر جنرال سلیماني په جنازې کښې د ایرانیانو میلیوني شتون ډیر تاریخي او بې ساری و.