د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير استعفاء ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87237-د_پاکستان_د_انفارمېشن_ټېکنالوجۍ_وزير_استعفاء_ورکړه
د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير د اسلام آباد د حکومت په ځينو سياست له نيوکې وروسته له خپل پوسټه استعفاء ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2020 02:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير استعفاء ورکړه

د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزير د اسلام آباد د حکومت په ځينو سياست له نيوکې وروسته له خپل پوسټه استعفاء ورکړه.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې خالد مقبول صديقيد حکومت په ځينو نه پوره کړې شويو وعدو باندې په اعتراض کښې له خپله پوسټه په استعفاء ورکولو سره وويل، له بده مرغه د ټولو شويو خبرو باوجود حکومت په خپلو وعدو پابند نه ؤ.

د پاکستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ مستعفي وزير چې د متحده قومي مومنټ ګوند يو مشر هم دے زياته کړه، له حکومت سره د دغه ګوند تعلق به دوام ومومي او مونږ وعده کړې ده چې له اسلام اباد له حکومت څخه به ملاتړ کوو.

له دې مخکښې د دغه هېواد د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ويلي وو چې که متحده قومي مومنټ ګوند له حکومته جدا شي نو چمتو يوو چې د سيند په صوبائي حکومت کښې ورته ونډه ورکړوو.