د پاکستان رسنیو د مشر تابه څرګندونو ته انعکاس ورکړی
د پاکستان رسنیو د مشر تابه څرګندونو ته انعکاس ورکړی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان رسنیو د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څرګندونو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .
د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې نن ولیکل د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر ډګرجنرال شهید قاسم سلیماني د جنازې مراسم چې میلیونو خلکو پکښې ګډون درلود او په عراق کښې د امریکا په پوځي اډو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک بریدونه د «یوم الله»په توګه وبلل .
د پاکستان جنګ ورځپاڼې هم د اټومي موافقې په هکله او په اروپايي هیوادونو باندې د ایران د اسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څرګندونو ته په اشارې سره وویل د مشر تابه ستر په اټومي موضوع کښې اروپايي هیوادونه د نه اعتماد وړ وبلل .
جنګ ورځپاڼې زیاته کړه په بغداد کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګرجنرال قاسم سلیماني بزدلانه ټرور د امریکا د مخ د تورۍ سبب وباله .
د پاکستان ډان ورځپاڼې هم د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي څرګندونې په دغه توري سره چې ډونالډ ټرمپ جوکر(joker) دی او د ایران له خلکو د ملاتړ تظاهر کوي وویل اروپايي هیوادونو ته یې د مشر تابه د ستر مقام حضرت ایت الله خامنه دغه خبرې ته چې تاسو کوچني یاست چې د ایران ملت په ګونډو کړې زیات اهمیت ورکړی دی .
ډان ورځپاڼې وویل امریکا د سیمې د ترهګرۍ ضد د قومندان په ټرور کولو سره خپله ترهګره څیره وښودله او ډګرجنرال قاسم سلیماني یې په بزدلانه ډول او په غیر مستقیم ډول د جنګ په میدان کښې نه بلکې د بغداد هوايي ډګر ته نږدې ټرور کړ .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون د تهران دجمعې لمانځه په خطبو کښې د امریکا رعب ته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک سخت ګوزار د امریکا د بې عزتۍ سبب وباله او ویې فرمائیل دغه پیاوړی حیثیتي ګوزار په هیڅ شي سره نه جبرانیږي او د تهران پرضد د بایکاټونو زیاتول چې نن سبا یې امریکا په هکله خبرې کوي د دغه هیواد له لاسه تللی عزت بیرته نه ورستنوي .