ایران سیمه او نړۍ کښې شخړه او جنګ نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87351-ایران_سیمه_او_نړۍ_کښې_شخړه_او_جنګ_نه_غواړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د خپل دوه (۲) ورځني سفر په پاې کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې واشنګټن ته له سفر وړاندې د ایران له چارواکو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وویل هغه نښې نښانې چې مونږ د ایران له چارواکو ترلاسه کړې د دې ښودنه کوي چې ایران په سیمه کښې جنګ نه غواړي بلکې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د تاوتریخوالي د کمیدا غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2020 09:20 Asia/Kabul
  • ایران سیمه او نړۍ کښې شخړه او جنګ نه غواړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د خپل دوه (۲) ورځني سفر په پاې کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې واشنګټن ته له سفر وړاندې د ایران له چارواکو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وویل هغه نښې نښانې چې مونږ د ایران له چارواکو ترلاسه کړې د دې ښودنه کوي چې ایران په سیمه کښې جنګ نه غواړي بلکې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د تاوتریخوالي د کمیدا غوښتونکی دی .

هغه وویل ما د ایران له چارواکو سره په کتنو کښې د سیمې له ځینو عربو هیوادونو سره د اختلافاتو په شمول د بیلابیلو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ تهران په هره سویه تعامل ته تیار دی .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل ما امریکا ته په سفر کښې د دغه هیواد له خارجه وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د سیمې د حالاتو د افغانستان د بدلونونو او په مینځني ختیځ کښې د تاوتریخوالو د کمولو په هکله خبرې وکړې .

هغه وویل ما د امریکا چارواکي ایران او سعودي عربستان ته د خپلو سفرونو د پایلو په هکله خبر کړل او د خبرو اترو او د تعامل په لور د حرکت او د تاوتریخوالي په ختمولو په مو ټینګار وکړ .