د پاکستان پوځ ځانته نوی ویاند وټاکه
Jan 19, 2020 02:26 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ د ځان لپاره نوی ویاندوې ګمارلی دی.
فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې جنرال بابر افتخار پرون د پاکستان د پوځ د نوي ویاند په توګه وګمارل شو.
له دې مخکښې جنرال آصف غفور د پاکستان په پوځ کښې دغه مهمه دنده په غاړه درلودله.
خبر زیاتوي چې جنرال آصف غفور اوس د پاکستان د پنجاب صوبې په اوکاړه ښار کښې د پوځي ځواکونو د جګ پوړي قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
ټیګونه