امريکه د ايران فوځي قوت سخته اندېښمنه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87422-امريکه_د_ايران_فوځي_قوت_سخته_اندېښمنه_کړې_ده
د پاکستان د شيعه ؤ قائد او سياسي او مذهبي شخصيت تاکيد وکړ، د امريکې په شمول لويديځ هېوادونه د ايران د اسلامي جمهوريت فوځي قوت سخت اندېښمن کړي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 21, 2020 12:46 Asia/Kabul
  •  امريکه د ايران فوځي قوت سخته اندېښمنه کړې ده

د پاکستان د شيعه ؤ قائد او سياسي او مذهبي شخصيت تاکيد وکړ، د امريکې په شمول لويديځ هېوادونه د ايران د اسلامي جمهوريت فوځي قوت سخت اندېښمن کړي دي.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې علامه سيد ساجد علي نقوي نن د لويديځو استعمارګرو په تېره بيا د امريکې او صهيونېسټ رژيم لخوا د ايران په خلاف اقداماتو ته په اشارې سره وويل، نړيوال استعمار او اسکتبار ايران د خپلو سپېرو مقاصدو د پوره کېدو مخې ته يو لوے خنډ بولي  نو ځکه د ايران له پرمختګ او ترقۍ څخه د مخنيوي لپاره له مختلفو حربو کار اخلي.

هغه په ناځوانمردانه توګه د  جنرل قاسم سلېماني د شهيدولو په شمول د اېشيا په لويديځ کښې د امريکې جنګ جوړونکي اقدامات وغندل او زياته يې کړه، واشنګټن پ داسې يو جنايت سره وښودله چې په نړيوالو اوانساني قوانينو پابند نه دے.

علامه ساجد نقوي واضحه کړه چې امريکه او د هغې انډيوالان غواړي هم هغه پاليسي او تګلاره چې په افغانستان، عراق او سوريې کښې يې استعمال کړه د سيمې په نورو هېوادونوکښې يې هم عملي کړي خو له دې امله چې ايران يې د تيريو په مقابل کښې د يو مضبوط بند او خنډ په توګه ټينګ ولاړ دے له ماتې او ذلالت نه بغېر څه نه دي برخه شوي.