امریکا او پاکستان د افغانستان په اړه سره یو نظر لري
امریکا بیا د کشمیر په سر مینځګړیتوب ته غاړه کیښودلی
د امریکا د ولسمشر له خوا له پاکستان سره دښو اړیکو ادعا په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې مخکې د امریکا دخارجه وزیر مرسیتالې پاکستان ته په سفر سره یو ځل بیا پر پاکستانی حکومت غږ کړی ،چې د ترهه ګرۍ په ضد دې خپل مسئولیّت سر ته ورسوی او په دغه هیواد کې دیره د ترهه ګرو مرکزونه او کیمپونه دې ختم کړی .
زمونږخبریال د دینانیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ په ډیوس کې د پاکستان دلومړی وزیر عمران خان او د امریکا دولسمشر ډونالډټرمپ ترمینځ په شوی کتنې کې ټرمپ یو ځل بیا وئیلی دی ، چې د کشمیر د شخړې په سر دهند او پاکستان ترمینځ مینځګړیتوب ته تیار دی .
په دغو لیدو کاتو کې د دواړو هیوادونو لوړپوړی پلاؤ هم ګډون درلود. په دغې کتنې کې د امریکا ولسمشر عمران خان خپل یو دوست بللی او وئیلی ئې دی ، د امریکا او پاکستان ترمینځ ښې اړیکې او تعلقات نوره هم مخ په وده دی . د پاکستان لومړی وزیر هم په دغې کتنې کې وئیلی ، له ټرمپ سره په بیا لیدو سره خوشال دی او د افغانستان پشمول په ډ یرو موضوعګانو دپاکستان او امریکا دریځونه یو شان دی او پاکستان به په سیمې او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګیدا لپاره خپل رول ته دوام ورکړی .