عمران خان :افغان جګړه په ختمېدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87442-عمران_خان_افغان_جګړه_په_ختمېدو_ده
عمران خان ویلي، پاکستان د سولې د ملګرتیا پریکړه کړې او په افغان جګړه کې د برخې اخیستلو له کبله یې زیات تاوان کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2020 13:02 Asia/Kabul
  •  عمران خان :افغان جګړه په ختمېدو ده

عمران خان ویلي، پاکستان د سولې د ملګرتیا پریکړه کړې او په افغان جګړه کې د برخې اخیستلو له کبله یې زیات تاوان کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر د اقتصاد نړیوالې ټولنې  ته په وینا کې ویلي، له طالبانو سره د سولې هوکړه د سیمې د اقتصادي وضعیت او ثبات لپاره ګټوره ده.

عمران خان ویلي، پاکستان د سولې د ملګرتیا پریکړه کړې او په افغان جګړه کې د برخې اخیستلو له کبله یې زیات تاوان کړی دی.

نوموړي د سویس په داووس کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، د شوروي اتحاد لخوا د افغانستان له پریښودلو وروسته افراطیت، مذهبي ډلې، وسله وال ګروپونه او مخدره توکو وده وکړه چې پاکستان ته یې هم زیان ورسېد.

نوموړي همدا راز ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۷۰ زره وګړي بایللي او د ځانمرګو بریدونو له کبله پاکستان په ټوله نړۍ کې بدنام شو.

د عمران خان په خبره اوس پاکستان پریکړه کړې چې له سولې سره به همکاري کوي او بیا به د هیڅ کومې کشالې برخه نه ګرځي.

عمران خان زیاته کړه، هیواد یې د افغان سولې لپاره فعاله رول لوبوي او اوس په دغه هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو امکانات زیات دي، چې ورسره به پاکستان له منځنۍ اسیا سره اقتصادي لارې د خلاصېدو نه وروسته ته د ګټې اخیستنې فرصت ترلاسه کړي.

د داووس نړیوال اقتصادي کنفرانس ته به نن د افغانستان په وخت شپږ بجې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وینا وکړي.