افغانستان او پاکستان د کروناویروس دمخنیوی لپاره تابیاوې غوره کړې
دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د کرونا وژونکي ویروس له کبله ۲۵ کسان مړه او سلګونه نور په دې ویروس ککړ شوي دي چې دا ناروغي ترې تایلنډ، استرالیا، جاپان، امریکا، جنوبي کوریا، هند او نورو ته رسېدلې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې احتیاطي تدابیر نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند نظام الدین جلیل وویل، یوه یوه ډله یې په هوایي ډګرونو کې ګمارلې ترڅو په کرونا له ککړو هیوادونو څخه راتلونکي مسافر له روغتیایي پلوه معاینه کړي.
نوموړی وایي، که دغو ډلو په کرونا ککړ یا شکمن کسان پیدا کړل سملاسی به یې قرنطین کړي .
له بلې خوا پاکستان هم له چین سره خپل ټول الوتونه لغوه کړی دی .د دغه راپور په اساس پاکستانی چارواکی هغه ټول مسافران چی له چین پاکستان ته ورداخلیږی ، په هوایی ډګر کی معاینه کوی .
دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د کرونا وژونکي ویروس له کبله ۲۵ کسان مړه او سلګونه نور په دې ویروس ککړ شوي دي چې دا ناروغي ترې تایلنډ، استرالیا، جاپان، امریکا، جنوبي کوریا، هند او نورو ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې هم د دغې وبا د خپرېدو په اړه اندیښنې راپورته شوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، داسې راپور لا نشته چې په افغانستان کې څوک په دې ناروغۍ اخته وي.
د ناروغۍ نښې نښانې ټوخی ، تبه او ساه لنډي ښودل شوې دي چې ګڼو هیوادونو ورته په هوایي ډګرونو کې سخت تدابیر نیولي دي.