پاکستان وایی غواړو د افغانستان د سولې پروسه بریالی شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87495-پاکستان_وایی_غواړو_د_افغانستان_د_سولې_پروسه_بریالی_شي
میرمن فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2020 02:33 Asia/Kabul
  • پاکستان وایی غواړو د افغانستان د سولې پروسه بریالی شي

میرمن فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وایي، اسلام اباد غواړي په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه بریا ته ورسېږي، ترڅو هلته تل پاتې سوله رامینځته شي.

میرمن عایشه فاروقي خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او پاکستان غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ وي.

میرمن فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی .

نوموړئ زیاته کړه چې پاکستان په دوحه کې د خبرو له بیا پیل څخه هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی.

د هغې په ​​وینا ، پاکستان تمه لري چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو اعلان وکړي او د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.