منظور پشتون په پیښور کښې ونیول شو
Jan 27, 2020 08:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د پاکستان چارواکو وویل چې د پښتون ژغورنې مشر منظور پشتون د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کښې په شاهین ټاون سیمه کښې د پولیسو لخوا ونیول شو .
د پیښور د تهکال سیمې د پولیسو افسر شیراز خان د منظور پشتون نیول تائید کړل او زیاته یې کړه چې منظور پشتون همدا اوس د پیښو د پولیسو په لاس کښې دی او هغه به بیا د ډیره اسماعیل سیمې زندان ته واستول شي چیرې چې د هغه پرضد دوسیه جوړه ده .
د پاکستان د پولیسو افسر شیراز اعجاز زیاته کړه چې د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر به محکمې ته وړاندې شي چې هغه ته سزا واوري .
د پاکستان د پشتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د ملي پارلمان غړي محسن داوړ وویل د منظور پشتون نیول په سوله ییز او ډیموکراټیک ډول د خپلو حقوقو د غوښتنې لپاره مونږ ته سزا راکول دي .
ټیګونه