منظور پشتون په پیښور کښې ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87549-منظور_پشتون_په_پیښور_کښې_ونیول_شو
زمونږ خبریال وايي د پاکستان چارواکو وویل چې د پښتون ژغورنې مشر منظور پشتون د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کښې په شاهین ټاون سیمه کښې د پولیسو لخوا ونیول شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2020 08:18 Asia/Kabul
  • منظور پشتون په پیښور کښې ونیول شو

زمونږ خبریال وايي د پاکستان چارواکو وویل چې د پښتون ژغورنې مشر منظور پشتون د خیبر پښتونخوا صوبې په پیښور کښې په شاهین ټاون سیمه کښې د پولیسو لخوا ونیول شو .

د پیښور د تهکال سیمې د پولیسو افسر شیراز خان د  منظور پشتون نیول تائید کړل او زیاته یې کړه چې منظور پشتون همدا اوس د پیښو د پولیسو په لاس کښې دی او هغه به بیا د ډیره اسماعیل سیمې زندان ته واستول شي چیرې چې د هغه پرضد دوسیه جوړه ده .

د پاکستان د پولیسو افسر شیراز اعجاز زیاته کړه چې د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر به محکمې ته وړاندې شي چې هغه ته سزا واوري .

د پاکستان د پشتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د ملي پارلمان غړي محسن داوړ وویل د منظور پشتون نیول په سوله ییز او ډیموکراټیک ډول د خپلو حقوقو د غوښتنې لپاره مونږ ته سزا راکول دي .