له لس ساعته بندېدو وروسته د تورخم دروازه بیرته پرانیستل شوه
Jan 30, 2020 04:03 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه له پرون سهار راهیسې د مسافرو د تګ راتګ او ټرانزیټ پرمخ تړلې وه، چې وروسته له لس ساعتونو بیرته پرانیستل شوه.
د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې د دواړو غاړو د خبرو په پایله کې د تورخم دروازه پرانیستل شوه.
خوګیاڼي زیاته کړه چې د خلکو زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله لومړی یوازې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې چې وروسته به بار وړونکو او ترانریتي موټرو ته هم اجازه ورکړل شي.
د تورخم دروازه په داسې حال کې پاکستاني چارواکو تړلې وه چې د دوی په وینا پرې د افغان خاورې لخوا توغندي غورځول شوي دي.
ټیګونه