د پاکستان د امنیتي ځواکونو په برید کښې پنځه ترهګر وژلې شوي
Jan 30, 2020 10:30 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان ولایت کښې د ترهګرو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمینځه په نښته کښې پنځه ترهګره وژلي شوي دي.
د سحر اردو ټلویژن د راپور پر اساس، نن د پاکستان د ترهګرو سره د مقابلې سازمان په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ: په دغه نښته کښې چې د بلوچستان ولایت په بلیده سیمه کښې رامینځته شوې ده څو شمير ترهګر ژوبل او مړه شوي دي.
په بیانیه کښې راغلې، دغه ترهګرو د پاکستان د بلوچستان ولایت په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرۍ پلان درلود.
ټیګونه