د درو ترهګرو نیونه د پاکستان د پنجاب په ایالت کښې
Feb 04, 2020 12:52 Asia/Kabul
پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره د پنجاب په ایالت کې د درو پاکستاني ترهګرو د نیونې خبر ورکړ.
پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې له راپور سره سم د دې هېواد امنیتي ځواکونه د پنجاب په ایالت کښې د ټي ټي پي د ټروریستي ډلې درې غړي نیولي دي.
د پاکستان پخوانی داخله وزیر رحمان ملک او ځینو نورو پاکستاني چارواکو په ځلونو د پنجاب ایالت په جنوبي سیمو کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت او ځای پر ځای کېدو په اړه خبردارۍ ورکړي دي.
ټیګونه