منظور پښتين ترهګرو لپاره جوړه شوې خونه کې ساتل کېږي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ يو مخکښ غړى عبد الله ننګیال د دغه غورځنګ د مشر منظور پښتین په اړه اندېښنه ښوولې چې د ده په وينا گواکې په هغو خونو کې ساتل کیږي چې د "ترهګرو لپاره جوړې شوي دي".
د ښاغلي ننګيال دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د پاکستان یوې محکمې د ځینو هغو کسانو د پرېښودو لارښوونه کړې چې تېره اوونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو خلاف اعتراض کې نیول شوي وو.
ښاغلي ننګیال وویل په تېرو څو ورځو کې د غورځنګ څه باندې شپیته تنه غړي نيول شوي و، خو اوس یوازې لس تنه په بند کې پاتې دي او نور خوشې شوي دي.
خو د ښاغلي ننګيال په وينا منظور پښتین او د غورځنګ درې نور غړي عارف وزیر، عالم زیب او شاهد شېرانی لا هم په دیره اسماعیل خان مرکزي زندان کې دي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.
ښاغلي ننګیال د منظور پښتین د بند خونې او په هغه وضعیت کې چې دی او ملګری یې ورسره مخامخ دي اندیښنه وښوده ځکه د ده په وینا دوی په هغو خونو کې ساتل کیږي چې د " ترهګرو لپاره جوړې شوي دي"، دا ډول بندخونو ته په ځايي لهجه کې چکۍ وايي.
ښاغلی ننګیال وايي چکۍ ډیرې وړې کوټې وي چې "درې یا درې نيم ګزه سور او دوه یا دوه نیم ګزه بر لري".
د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غړی وايي په چکۍ کې بند کسان بهر ته نه را پرېښودل کیږي، له یوه واړه سوري خواړه ورکول کیږي او انساني حاجت هم دننه په همدې خونه کې رفع کوي.