د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان تښتیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87801
زمونږ خبریال وایي د پاکستان د طالبانو او د دغه ډلې د یوې (۱)څانګې جماعت الاحرار پخواني ویاند احسان الله احسان ادعا وکړه چې دې د پاکستان د جاسوسۍ ادارو له قید څخه تښتیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 08, 2020 06:21 Asia/Kabul
  • د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان تښتیدلی

زمونږ خبریال وایي د پاکستان د طالبانو او د دغه ډلې د یوې (۱)څانګې جماعت الاحرار پخواني ویاند احسان الله احسان ادعا وکړه چې دې د پاکستان د جاسوسۍ ادارو له قید څخه تښتیدلی دی .

د پاکستان د طالبانو او دغه راز جماعت الاحرار ترهګرو ډلو تراوسه په هیواد کښې ډیرې ترهګرې حملې کړي دي چې له کبله یې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي هم دي .

د پاکستان د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان  چې اصلي نوم یې  لیاقت علي دی په یوې (۱) غږیزې ویډیو کښې چې په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو خپره شوي ده ویلي دي چې زه د استخباراتي ادارو له قید څخه په تښتی بریالی شوی یم .

د پاکستان جاسوسۍ ادارو تراوسه د  احسان الله احسان تښتیدل نه تائید کړي او نه یې رد کړي دي .

احسان الله احسان وویل زه مجبوره شوی وم چې له قید څخه وتښتم ځکه چې د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه موافقې خلاف ورزۍ کړي ده چې زما له تسلیمیدا مخکې یې له ما سره کړي وه .

هغه وویل ما له یوې(۱) موافقې وروسته د ۲۰۱۷ میلادي کال د فرورۍ په ۵ نیټه جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي (ISI)ته ځان تسلیم کړی وو او ما درې(۳) کاله له استخباراتي ادارې سره د شوي موافقې پاې بندۍ وکړه خو ایي ایس ايي د موافقې په خلاف ورزۍ کولو سره  زه او زما بچیان زنداني کړل .

احسان الله احسان وویل چې زه د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۱  نیټه د جاسوسۍ ادارې ايي ایس ايي له قید څخه تښتیدلی یم او زیاته یې کړه زه به ډیر زر خپله راتلونکي ستراتیژۍ اعلان کړم .

نیوز ورځپاڼې هم د احسان الله احسان په قول وویل چې دې ترکیې ته تښتیدلی دی .

د پاکستان د پیپلز ګوند پخواني سناتور فرحت الله بابر د احسان الله احسان په تښتیدا اندیښنه ښودلي ده .