د پاکستان پارلیمان :پر ماشومانو جنسي تېری کوونکي په ډاګه اعدام شي
تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.
د پاکستان د جنګ ورځپاڼۍ له راپور سره سم د دغه هیواد پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې پر ماشومانو د جنسي تیري کسان په عام محضر کې اعدامېږي.
تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.
د پاکستان د پارلمان یو شمېر ډېرو غړیو وویل چې د ماشومانو وژونکي او پر ماشومانو د جنسي تیري کسان د هېڅ ډول ترحم وړ ندي، او باید پر عام محضر کې اعدام شي، تر څو راتلونکي کې نورو خلکو ته د عبرت درس وګرځي.
خود پاکستان پیپلز پارټۍ او ځینو نورو کسانو له دغه پریکړه لیک سره مخالفت کړې دې .