د پاکستان پارلیمان :پر ماشومانو جنسي تېری کوونکي په ډاګه اعدام شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87807-د_پاکستان_پارلیمان_پر_ماشومانو_جنسي_تېری_کوونکي_په_ډاګه_اعدام_شي
تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2020 09:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان پارلیمان :پر ماشومانو جنسي تېری کوونکي په ډاګه اعدام شي

تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.

د پاکستان  د جنګ ورځپاڼۍ له راپور سره سم د دغه هیواد پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې پر ماشومانو د جنسي تیري کسان په عام محضر کې اعدامېږي.

تر هغه وروسته چې پاکستان کې د ماشومانو حقونو د ملاتړ ادارې ورستیو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او د هغوي د وژنو له زیاتېدو خپله اندېښه څرګنده کړه، د پاکستان پارلمان یاده طرحه تصویب کړه.

د پاکستان د پارلمان یو شمېر ډېرو غړیو وویل چې د ماشومانو وژونکي او پر ماشومانو د جنسي تیري کسان د هېڅ ډول ترحم وړ ندي، او باید پر عام محضر کې اعدام شي، تر څو راتلونکي کې نورو خلکو ته د عبرت درس وګرځي.

خود پاکستان پیپلز پارټۍ او ځینو نورو کسانو له دغه پریکړه لیک سره مخالفت کړې دې .