وسله واله ډله 'البدر مجاهدین' بیا فعاله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i87892-وسله_واله_ډله_'البدر_مجاهدین'_بیا_فعاله_شوې
زمونږخبریال وايي پاکستان کې د فبرورۍ پر پنځمه نېټه چې یو شمېر سیاسي او ټولنیزو سازمانونو د پاکستاني حکومتي اعلان له مخې 'یوم یکجهتي کشمیر' یا له کشمیر سره د همغږۍ ورځ ولمانځله د مالاکنډ سیمې په تیمرګره، ثمرباغ او منډا سیمو کې ځینې لاریونونو ته ځکه د ډېرو خلکو پام واوښت، چې یوې داسې جهادي ډلې سمبالول چې له څه مودې راهیسې فعاله نه وه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 12, 2020 06:07 Asia/Kabul
  • وسله واله ډله 'البدر مجاهدین' بیا فعاله شوې

زمونږخبریال وايي پاکستان کې د فبرورۍ پر پنځمه نېټه چې یو شمېر سیاسي او ټولنیزو سازمانونو د پاکستاني حکومتي اعلان له مخې 'یوم یکجهتي کشمیر' یا له کشمیر سره د همغږۍ ورځ ولمانځله د مالاکنډ سیمې په تیمرګره، ثمرباغ او منډا سیمو کې ځینې لاریونونو ته ځکه د ډېرو خلکو پام واوښت، چې یوې داسې جهادي ډلې سمبالول چې له څه مودې راهیسې فعاله نه وه.

دغه ډله البدر مجاهدین نومېږي چې په لاریونونو کې یې سلګونه کسانو برخه اخیستې وه.

 البدر مجاهدین د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یو شمېر فعالیتونو مسوولیت منلی او هند او امریکا پرې د ترهګرۍ له تورونو سره بندیزونه لګولي دي.

پاکستان دغه تنظیم غیر قانوني نه بولي، خو څو کاله کېږي، چې پر فعالیتونو یې یو ډول نااعلان شوی بندیز لګېدلی دی

. په دیر سیمه کې د دغې ډلې ګڼ پلویان وو، خو له څو کلونو راهیسې یې فعالیتونو محدود معلومېدل او له تېرو دوو، دریو کلونو راهیسې یې دفترونه هم تړلي وو.

د تیمر ګرې سیمې یوه سوداګر وویل:

''د البدر مجاهدین په لاریون کې درې، څلور سوه کسان وو، چې ځینو یې پوځي یونیفورم یا دریشي یي  اغوستي وې . دوی سپین بیرغونه لېږدول چې کلمه طیبه پرې لیکلې وه.

دوی د هند ضد شعارونه ورکول، اته - لس کسان خو یې ما ولیدل چې کلاشنکوفونه یې په لاس کې وو.''

یو بل سوداګر وايي، ''د البدر مجاهدین کسان پر موټرسایکلونو، موټرو کې او پلي روان وو.

 دوی په ټول بازار کې لاریون وکړ او وروسته یې د مرکزي بازار ته نژدې ریسټ هاوس څلور لارې کې غونډه وکړه.''

نوموړی ادعا کوي:

''د لاریون پر مهال پولیسو امنیت نیولی و او ترافیکو د ګاډو مخه نیولې وه.''

بل لور ته د کوز دیر مرستیال کمشنر محمد شاه جمیل خان وايي، د فبرورۍ پر پنځمه په تیمرګره کې داسې هېڅ غونډه یا لاریون نه دی شوی، چې وسله والو کسانو پکې برخه اخیستې وي. نوموړی وايي:

''د فبرورۍ پر پنځه د هېڅ تنظیم پروګرام نه دی شوی، خو د یکجهتي کشمیر پروګرامونه داسې وشول چې چارې حکومت او ځايي چارواکو سمبالولې، چارواکي څنګه کولای شي البدر مجاهدین ته په خپل پروګرام کې د ګډون اجازه ورکړي، دا کېدای نه شي او غلطه خبره ده.''